شېرينه ژاړي

گورئ شلېدلي گرېوانونه
غر سورى كوينه
شېرينه ژاړي
دلته د مينې نغارې دي
گوره د وينو فوارې دي
غر سورى كوينه كلنگ په لاس كې
مېتى تخرگ كې گرځوينه
تونل به تېر غر به سورى شي
گوندې د پلار زړه يې نرى شي
غر سورى كوينه تقدير نه كله
تدبير بله جوړوينه
د محبت همدا قانون دى
ژوند د مَېن په مېږتون دى
غر سورى كوينه فرهاد ته گوره
په كلنگ تندى وهينه
مينه اسانه سودا نه ده
سېلابه! مفته دعوا نه ده
غر سورى كوينه راسنبالېږه
په تا هم لمبر راځينه
غر سورى كوينه
شېرينه ژاړي

كابل، باغوان كوڅه_
23/ قوس/1336