ملي اهنګ

سر مې قربان شه ستا له دنګو دنګو غرو وطنه
د پښتنو وطنه!
پښتونستانه
ستا نه لوګى شمه يادګار د خوشال خان يې ته
د اېمل خان يې ته
د زړګي سره
د پښتنو لپاره ژوند روح و روان يې ته
په هر يو ګران يې ته
د زړګي سره
تر و تازه اوسې زمونږ په وينو سرو وطنه
د پښتنو وطنه!
پښتونستانه
زمونږ لپاره حقيقي ژوندون عزت ته يې
ثاني جنت ته يې
په دې دنيا كې
زمونږه روح زمونږه ساه شان و شوكت ته يې
ننګ و غيرت ته يې
په دې دنيا كې
د زړګي سر د سترګو تور د نندارو وطنه
د پښتنو وطنه!
پښتونستانه!
تا نه به ځار كړو سر و مال زمونږ ارام ته يې
ملي مرام ته يې
پر مونږه ګرانه
زمونږ د روح د خوشحالۍ د ميو جام ته يې
ملي پيغام ته يې
پر مونږه ګرانه
پردي لالونه شه لوګى ستا له ايرو وطنه!
د پښتنو وطنه!
پښتونستانه!
ستا ازادۍ ته باچا خان تل انتظار لري
دغه اقرار لري
پښتانه واړه
ستا محبت كې لوى واړه چيغې جار جار لري
پرې افتخار لري
پښتانه واړه
وايي سېلاب شم صدقه ستا له ميرو وطنه!
د پښتنو وطنه!
پښتونستانه!

1336/9/15_ كابل، نوى ښار