يو خيال د مينې سندره
په خوب كې مې ليدې چې په ګلشن كې لوبېدې
همزولې درسره وې چې ګلزار ته ګډېدې
قودې قودې ګلونه مو رېبلي وو په منګولو
غوټۍ غوټۍ اوبه يې له ډنډرو بهېدې
ليدې مې ټيټېدې به استقبال ته د ګل څانګې
د ناز په قافله كې چې هر ځاى ته رسېدې
چكر چكر كې لاړې نندارتون ته د نخرو
اتڼ چې پېغلو جوړ كه نو ته څومره موسكېدې
اميد مې بوتكى شو خيال شروع كړلې خنجكې
جوپې د ارزوګانو مې په زړه وګرځېدې
هوس هوس كې راغلم غلى غلى دا ستا خوا له
له سترګو مې د اوښكو ملغلرې تويېدې
ظاهر كې خو ولاړ وم روغ رمټ په احترام
لېكن له زړه مې وينې څاڅكي څاڅكي څڅېدې
زما حواس پرېشان وو په افكار وم پرېشاني وه
خو ستا په لېچو هم زلفې پرېشانه زنګېدې
ما عرض د وصل وكړو په ډېر عذر و په تعظيم
ته شنه شوې په شا لاړې په قهقه وخندېدې
پوه نه شوم امر ستا و كه پخپله شوې راغونډې
مچې وې چې همزولې دې په ما وپارېدې
نور هر څه مې ستا هېر دي فقط دا جمله مې ياده
سېلابه! د زړه سره عشق كې ډېر وكړېدې
كابل، اندرابي_ 4/ قوس/1336