ملي آهنګ بيا مې يار ياديږي
زما له سترګو چې د اوښكو رود بهيږي
بيا مې يار ياديږي
دپاك الله په در كې ژاړم
دخپل اشنا وصال ترې غواړم
زړه مې دهجر په تنور باندي سوزيږي
بيا مې يار ياديږي
داشنا مينې لېونى كړم
نوريې دخلكو خندنى كړم
عشقي جنون دى په بدن مې راګډيږي
بيا مې يار ياديږي
دلبره داسوال مې منظور كړه
سېلاب نوكر دخپل حضور كړه
داڅه ژوندون دى چې په ما باندې تيريږي
بيا مې يار ياديږي
داستا دهجر په بازار كې
"سېلاب" ولاړدى انتظار كې
امر فرمايه چې دې څه په مالوريږي
بيامې يار ياديږي