چار بيته

په وجود مې نن د سرې اور بليږي
 چې اصيل كوي غلام ته سلامونه
 ماشومان به د پښتون څنګه هيريږي
 چې كوي په جيل خانو كې خدمتونه
 
 په زړګي باندې مې بل دى نن سور اور
 چې زه وينم ماشومان ټول په زندان كې
 چودريان كوي ظلمونه ستا په ورور
 زر شه ويښ شه ګور ته لاړ نشې آرمان كې
 
 غليم اچوي بمونه ستا په كور
 چې به ستا د لاسه تل وو په لړزان كې
 
 كونډې رنډې يتيمان درته ژړيږي
 اى پښتونه ټول كوي تاله سوالونه
 د وطن زلمېانو ټول وكړئ غيرت نن
 ځان تيار كړئ دغليم مقابلې لـه
 كه رښتيا سره مووكړو صداقت نن
 هيڅوك نشي ټينګېدى زمونږ نيزې لـه
 را بيدار شه وروره بس كه نور غفلت نن
 ځه ميدان لـه ددښمن مدافعى لـه
 د تاريخ په پاڼه ستا نوبت غږيږي
 پاڅه پاڅه ته نور مه كوه خوبونه
 
 را بيدار شئ د وطن ښكليو ځلميانو
 مساوي كړئ لـه دنيا سره ژوندون خپل
 په غيرت كړئ روح تازه د شهيدانو
 بل دنيا ته كړئ ځلاند نوم د پښتون خپل
 اتحاد كړئ اتفاق كړئ اى غازيانو
 مونږه ګټه كوى نشو په بيلتون خپل
 د يتيم په مخ د اوښو رود بهيږي
 شهيدانو په زړه ډير دي ارمانونه
 
 د وحدت په لار روان شئ پښتنو ټول
 چې دنيا ته موظاهر بيرغ نشان شي
 سره يوعهد پيمان شئ اى زمروټول
 چې خوشحاله ګورستان كې شهيدان شي
 خداى لپاره لاس په سر شئ لـه آنو ټول
 چې لـه ويرې په رمباړو قاديانيان شي
 د سېلاب دغه ارزو ده چې ګړيږي
 چې قايم د پښتونخوا شي بېرغونه