د ملنګ جان په ياد

نن د خيال اسپكى بيا په تيندكو دى
په زړګي باران د غم د مردكو دى
ديد مې كم تر ماښامي ښاپېركو دى
اوتر ستونى مې بيا ګوټ د اغزكو دى
د سرور په ماڼې جوړه زلزله ده
د غمونو د دردونو ګردله ده
اميد كړيكې كړې، ارزو ده په ماتم كې
هوش هوس انجه پنجه دي په دې غم كې
بلبلان په چيغو سر دي په حرم كې
ګړنګونه دي د خيال په هر قدم كې
ساقي نشته ميخانه كې خاموشي ده
بې شرابو په محفل كې بې هوشي ده
په محفل كې ګونګسى د لېږدېدو دى
په ګلشن غږ د خزان د لګېدو دى
نن مې بيا په غوږ جرس د بېلېدو دى
د اشنا كوچ خو رښتيا په بارېدو دى
لر و بر د پرېشانو مسابقه ده
غوره كړې يار د بل موافقه ده
منګى مات رباب شكېدلى محفل سوړ دى
د دوكړې او ډول زړګى له غمه ګوړ دى
د شپېلۍ په ملاله غم نه سورى جوړ دى
د مطرب زړګۍ له هرې مېلې موړ دى
زګېروى خېژي د باجې هرې پردې نه
غاټول داغ په ټټر وخوړ له همدې نه
ليلا ژاړي د مجنون كډې بارېږي
زړه مې ډك شو رود د اوښكو نه ودرېږي
په ارزو باندې د غم كاڼي ورېږي
د اميد ځواني بې وخته قربانېږي
يو قيصر د ملنګۍ په نوم روان دى
په زړه داغ يې د ازاد پښتونستان دى
يو امين و چې دويم نوم يې ملنګ و
ملنګ كله و د قام په غم كې رنګ و
دى رښتيا د ازادۍ عاشق پتنګ و
عاشقۍ سره بيا سر ترسره ننګ و
د وطن ننګ او ناموس دده ارزو وه
بده ورځ يې په پښتون كله پېرزو وه
فيلسوف نه و، شاعر د زمانې و
په پښتو ژبه ساقي د پيمانې و
جُره باز د خوشال خان د اشيانې و
تصوف كې د رحمان له خېلخانې و
د ملي ادب د بڼ قوي سالار و
د پښتو د آهنګونو استاكار و
د قام مينه كې يې منلې قرباني وه
شاعري څه وه په زړه حكمراني وه
د جذبو جوپه يې لا مخكې اسماني وه
استعمار سره دده پهلواني وه
ځوانيمرګ له دنيا لاړې له ارمانه
په جنت كې شې خوشحاله ملنګ جانه

1336/ لړم/14_ كابل، باغبان كوڅه