د زړه قطرې

ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
ام چې وار دې خطا نه شي ما منلې غرغرې دي
د ارزو جوپه بارېږي حوصلې وهي خنجكې
د اميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي
ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ما ليدلي پخپل سر خاورې ايرې دي
نازولې ليلا راشه! د مجنون ګرېوان ته ګوره
دا باران د ملغلرو كه د اوښكو فوارې دي
مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډېرې ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډېره لت او كوبه ستا له تلو قربانېږم
د نكريزو په جامه كې مې قربان د زړه قطرې دي
چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بياموند
د رنجو په نوم مې كړي ستا د سترګو نندارې دي
چې ارې ته مې سر وركړو نو وربل كې په خندا شوم
د ږومنځ په رنګ ښكل كړې زلفې ما خورې ورې دي
مبارك دې شه سېلابه! د وصال استازى راغى
د ريبار سره دې كړې اشنا نوې مشورې دي

كابل، باغوان كوڅه_ 3/ ميزان/1336