د زنځير ژوند

چې غم سره اشنا شومه
رسوا ومه رسوا شومه

صحرا كې د ليلا پسې
ژړېږم د خندا پسې
روا په ناروا شومه

تدبير بند په تقدير كې شو
ژوندون مې په زنځير كې شو
بينا كې نابينا شومه

زما په وينو شنې شولې
نكريزې ځكه سرې شولې
چې ځانته كربلا شومه

قلم ژاړي ګيلې كوي
خيال والوتو مېلې كوي
سېلاب ګډ په غوغا شومه
رسوا ومه رسوا شومه

كابل_ تيمور شاهي واټ_ 26/ سنبله/1336