كشالې او فيصلې

ومې ويل اشنا ته عنبر مه سپړه!
مه سپړه د زلفو دفتر مه سپړه!
مه سپړه اشنا ګېډۍ د ګلو بيا
مه تخنوه زړونه د بلبلو بيا
مه تړه بارونه د سنبلو بيا
مه وباسه زړونه په منګولو بيا
بس دى دا مينې منتر مه سپړه!
مه سپړه د زلفو دفتر مه سپړه!
مه سپړه د زلفو بازار مه سپړه!
ګرانه د رازونو ګلزار مه سپړه!
مست يم ماته دغه خمار مه سپړه
دا د سينګارونو سينګار مه سپړه!
راشه د نازونو لښكر مه سپړه!
مه سپړه د زلفو دفتر مه سپړه!
مه سپړه دا زلفې چې پرېشانې دي
پام چې نظر وړونكې دُر افشانې دي
دا چې په تمام جهان ارزانې دي
ماته ځكه ګرانې ډېرې ګرانې دي
جار شم دا د عشق ټټر مه سپړه!
مه سپړه د زلفو دفتر مه سپړه!
مه سپړه دا زلفې سلسلې لري
ډېرې دردېدلې ولولې لري
ګوره! كشالې هم فيصلې لري
څومره زنګېدلې حوصلې لري
چپ سېلابه! دغه خبر مه سپړه!
مه سپړه د زلفو دفتر مه سپړه!

كابل، باغوان كوڅه5/6/1336