د زلفو شپول

خياله! ته بيا كومه دنيا يادوې
كله صحرا كله ليلا يادوې
كله شې وصل د ارزو د ناوې
كله په درد كې كربلا يادوې
د لېونو نه لېونى كړمه تا
چې توره شپه كې سپين سبا يادوې
زه د يتيم په اوسېلو كې ورك يم
ته كله ناز كله خندا يادوې
زه يم د اوښكو په جيحون ډوب شوى
ته لا زړه ننداره بيا يادوې
زه په رڼو سترګو نظر نه لرم
خوار شې ته بيا كومه برېښنا يادوې
ته لېونى شوې كه يم زه لېونى
چې د سرو شونډو ماجرا يادوې
كاشكې شي شپول د اشنا زلفې در نه
سېلابه! څو به دا سودا يادوې

كابل، باغوان كوڅه_ 16/6/1336