د منګي لړې

تا چې راپورته كړو په ناز او افتخار منګى
ډېر بختور دى چې وريت شوى په انګار منګى
كله تخرګ كې كله يې كېدې په تندي په نخرو
د ګودر خوا ته څومره نېغ ځي كلانكار منګى
زړه مې د وينو په ډنډوكي كې غوپه وخوړه
چې په قرتكو شو ګودر كې چمچمار منګى
ستا په وربل دي د شرابو فوارې جوړوي
ځكه د پېغلو په جوپه كې شو سالار منګى
ډك له مستيو تركيب شوى له نېشو څخه دى
ته ګرمه نه يې پركالي لري خمار منګى
د سرو سكروټو سره لوبې څه اسانې نه دي
د پتنګانو ځنې شو علمبردار منګى

عربي دارالعلوم، كابل_ 6/6/1336