غلچكۍ اشارې

بيا دې گلونه د وربل په منگرو كې ايښي
نوي لالونه دې د عشق په نندارو كې ايښي
بله مېله بله مېوه كې هغه خوند كله شته؟
كوم لذتونه چې قدرت په شونډو سرو كې ايښي
د اميرۍ د سردارۍ ماڼۍ بنگله كې نشته
كومې مزې چې يې د وصال په منارو كې ايښې
برق او برېښنا عصر اتوم دغه صنعت نه لري
كوم چې فطرت په تورو سترگو خمارو كې ايښى
سېلابه! نشته د ژوندون په لره بره ډډه
كومې مېلې چې يې غلچكيو اشارو كې ايښې

ننگرهار، كامه_ 15/5/1336