د خندا په ژبه

پاڅه نسيمه ځه سلام مې په اشنا ووايه
ټكى په ټكي مې دردونه ورته بيا وايه
ځه يار ته وايه لېونتوب راڅخه ډډه كوي
گورې غماز راباندې بيا وړه سودا كوي
هجر بېلتون رقيب جرگې راته په كډه كوي
د خوشحالۍ خوښۍ كاروان وگوره كډه كوي
چې پټ يې نه كړې گورې حال مې په رښتيا ووايه
ټكى په ټكي مې دردونه ورته بيا ووايه
په سر مې بيا دا ستا د هجر غلبلې جوړې دي
د خوشحالۍ په ماڼۍ نوې زلزلې جوړې دي
نن د غمونو قافلو نه سلسلې جوړې دي
دننه زړه كې بيا د مينې ولولې جوړې دي
حال د ژړا ورته په ژبه د خندا ووايه
ټكى په ټكي مې دردونه ورته بيا ووايه
د ژړا ورځې زه په تمه د خندا تېروم
د اوسېلو جوپه له تا ځنې په غلا تېروم
شپې د هجران ستا د وصال په تمنا تېروم
د ژوندانه هره گړۍ په واوېلا تېروم
يار ته مې حال له ابتدا تر انتها ووايه
ټكى په ټكي مې دردونه ورته بيا ووايه
نسيمه ورشه په ورو ورو د اشنا حال وگوره
د تورو زلفو په ځنگل كې بل مشال وگوره
د تورو وريځو په پيوند هغه شين خال وگوره
د برندو سترگو نه وركوز شه اعتدال وگوره
راز د مجنون سېلاب په غوږ كې د ليلا ووايه
ټكى په ټكي مې دردونه ورته بيا ووايه

كابل، دارالعلوم_ 15/ اسد/1336