سترګك

تا چې سترګك په سر د بام وكړ
ما ډېرو ستورو ته سلام وكړ
چاټۍ د صبر شوه چپه زما نه
ساقي چې ست د يوه جام وكړ
مينه غالبه او جالبه شوله
څومره اثر ګل د بادام وكړ
خير دى د وصل عرض كه ورانه كړه خوله
ډېرو كيسو كې مې ناكام وكړ
سېلابه! اوس دې مينه، مينه ګڼم
چې دې په سر و مال ليلام وكړ

كابل، باغبان كوڅه_ 3/ سرطان/1336