د غم انډۍ
چې له مينې مې د يار نوش كړه كونډۍ
د هجران غم په ما راوړله انډۍ
له چشمانو مې سرې وينې وهي دارې
عاشقي مې كړلو زړه ونډۍ ونډۍ
زه ديار كوڅې له لاړم خير په تمه
سپي غماز راڅخه وخوړه پُنډۍ
چې د يار له خوا دهجر سېلاب راغى
"سېلاب" جوړه ترانه كړله بونډۍ