د وفا سترګې

شمع كه سوځېږي رڼا هم لري
ګوره په خندا كې ژړا هم لري
رمز كه د خوبانو تغافل كې دى
بيا هم كله ناز او ادا هم لري
څه كه استغنا شته د دولت سره
دا د نازولو دنيا هم لري
خير دى كه بېلتون بلې لمبې لري
ښكلې چې د شونډو دوا هم لري
څه شو كه هجران ذرې ذرې كړمه
سترګې د اشنا چې وفا هم لري
خدايږو په سېلاب كه زر غمونه دي
ستا د تورو سترګو سودا هم لري

كابل، عربي دارالعلوم_ 3/4/1336