شونډې او سترګې

څومره چې دې سترګې د زړو ښكار كوي
شونډې دې موسكا كې ابتكار كوي
سترګې كه دې وړي نظر د سترګو نه
شونډې دې د وصل انتظار كوي
خير دى كه دې سترګې كوږ نظر لري
شونډې دې ستونو كې تكرار كوي
سترګې كه بې شماره شهيدان لري
شونډې دې د سرو كنډولو كار كوي
ستا ګستاخې سترګې كه منكرې شوې
شونډې د سېلاب په عشق اقرار كوي

كابل، باغبان كوڅه_ 2/ سرطان/1336