د عشق په دنيا كې

جوړه چې د عشق پهلواني شوله
برخه د پتنګ قهرماني شوله
چاته د يوې سپرغۍ په مينه كې
غر او سمه واړه نوراني شوله
چا پكې د ستوري نشان واخيستو
چاته پكې پېښه قرباني شوله
چاته په انګار كې ګلزار ورسېد
چاته ماڼۍ جوړه اسماني شوله
چاته چې كچكول د عشق په غاړه شو
بس خو د قرنونو سلطاني شوله
چاته شوه خندا چاته ژړا نصيب
چاته د مړوند حكمراني شوله
څوك پكې لقمان او افلاطون شو ياد
چاته لېونتوب ښكلې خاني شوله
ډېرو تخت و تاج هم ورته پرېښوده
لاس كې چې د ښكلو كامراني شوله
چا جوړ كړو تعمير چا غرونه وشكول
چاته لا رتبه د صحراني شوله
ورك رانه ساحل كړو د هجران چپو
بيا كشتۍ د فكر طوفاني شوله
ومې ليد ايله بيله مقام د عشق
خيال ته چې پياله ارغواني شوله
زه چې د اشنا غېږې ته پرېوتم
جوړه د ياقوتو مهماني شوله
ما چې څومره ځان ساته ګومان ځنې
دا لا يو په لسه ګوماني شوله
زلفې وې پرېشانې زه پرېشان شومه
ګډه د پرېشانو پرېشاني شوله
سترګې چې حيران حيران نظر لري
اوس راته حيرانه حيراني شوله
بس دې دى سېلابه! افتخار د عشق
خير دى كه د اوښكو ارزاني شوله

كابل، عربي دارالعلوم_ 8/ جوزا/1336