ځه افلاطونه! نور مې مه ځوروه
ناصحه! پرېده ژړېدلى ښه يم
په خپلو اوښكو لمبېدلى ښه يم
ما لره نور دردونه مه يادوه
د مينې اور كې سوځېدلى ښه يم
خداى دې دا نه كړي چې به ډډه كوم
په دار د زلفو زنګېدلى ښه يم
كاشكې لوګى شمه طواف كې د يار
بلو لمبو كې لوبېدلى ښه يم
پام كړئ! اقدام مې د علاج ونه كړئ!
زه محبت كې رنځېدلى ښه يم
عاقله! بار دې كړه د عقل انډى
زه لېونتوب كې ترېدلى ښه يم
اشنا بهار دې د ځوانۍ اوسه تل
زه وچې شونډې پسخېدلى ښه يم
لكه ډيوه خو د محفل لپاره
د سوز ژړا كې خندېدلى ښه يم
زړګيه! پام څانګې راغونډې نه كړې
په تور وربل كې غوړېدلى ښه يم
زړه چې زړګي ته هركلى ووايه
خير دى له سترګو دې لوېدلى ښه يم
ځه افلاطونه! نور مې مه ځوروه
سېلاب په عشق كې كړېدلى ښه يم
كابل، دارالعلوم_ 22/ ثور/1336