اوس پوه شوم

په مخ چې دې د حسن پسرلى راغلى دى
ګوګل ته مې د مينې بزغلى راغلى دى
د زلفو هره غوړګه دې د عطرو غوټې سپړي
بې وار مې ځكه خولې ته هركلى راغلى دى
زړګى چې مې له ډېرې خوشحالۍ وهي ټوپونه
ريبار يې له درباره بريالى راغلى دى
ساقي پيمانه څه چې ميخانه ورته پسخېږي
نظر ته مې نن هغه كنډولى راغلى دى
سېلابه! چې قبول دې سر د دار په افتخار كړ
اوس پوه شوم چې په عشق كې پخلى راغلى دى

كابل_ 21/ ثور/