عشقه!..

عشقه نامراده ځيگرخون دې كړمه زه
سوى لوغړن سر په زنگون دې كړمه زه
ستا انقلابي پارلمان عشقه څه تصويب وكه؟
هله چې حساس له افلاطون دې كړمه زه
تا چې كړم داخل د نزاكت عالي شورا لره
خلاص دې له قانون كړم چې قانون دې كړمه زه
ستا د قوانينو انضباط لره حيران يمه
خدايږو چې د دوه سترگو مرهون دې كړمه زه
ستا له كيفه ډك سترگك كې څومره تاثيرونه دي
خاص د لېونيانو نندارتون دې كړمه زه
نور دې د كرم تعبير ته توان نه لرم عشقه!
بس دى چې ملگرى د مجنون دې كړمه زه
سترگو چې روان د سپينو اوښكو ابشارونه كړه
اوس مې احساس وكه چې زرغون دې كړمه زه
كله چې صيقل شوم عشقه ستا په پاملرنه كې
پوه په مزاياوو د ژوندون دې كړمه زه
عشقه ستا سېلاب په سېلاب راوست د مستې سېلاب
دا خو دې لا بله چې پښتون دې كړمه زه

كابل، دارالعلوم_ 1336