لېونتوب

تاته تحقير ماته تقدير لېونتوب
زما تدبير زما كشمير لېونتوب
كه تاته عقل پروژې كړي طرحه
ماتم په برخه شو وزير لېونتوب
مستو نه بيا شوې پيمانې لبرېزې
كنډول د مى كې شو تخمير لېونتوب
دلته خودي په بې خود‍ۍ كې اوسي
ځكه مقبول شو عالمگير لېونتوب
ساقي رالنډ كړه صراحي او كنډول
د مينې بڼ چې كړو تسخير لېونتوب
د هوش ډيوه شوه په حيرت كې تته
چې لېوني ته شو تنوير لېونتوب
عقل سر سام شو د سودا له لاسه
چې ډېر اوچت كړلو تعمير لېونتوب
د افلاطون فكر پرېشان شو ورته
چې شروع وكړه په تقرير لېونتوب
سېلابه! دا د استغنا مقام دى
چې در په غاړه كړو زنځير لېونتوب

كابل، دارالعلوم_ 1336