كرشمې

څومر چې دې سترګې ناغه دارې دي
هومره زما اوښكې ناكرارې دي
خدايږو چې زاهد ورته پسخېډي اوس
داسې كرشمې د پريوارې دي
مخ ته دې زه شوخ كله كتى شمه
زلفې دې ګستاخې څوكيدارې دي
حال مې له مجنون نه بتر وګڼه
ستا سترګې چې دومره حيادارې دي
خيال مې استقبال ته تيارى كوي
غبرګې سترګې تاته انتظارې دي
سترګې چې مې سترګو ته سجدې كوي
سترګو ته مې سترګې ګناهګارې دي
سترګو ته چې څومره سترګې وښايم
سترګې مې له سترګو نه انكارې دي
سترګې خو له سترګو نه شرمېږي تل
ځكه مې سلګۍ خپلې ريبارې دي
سترګو مې سېلابه! سترګې وليدې
سترګې مې نن سترګو كې سردارې دي

كابل، باغبان كوڅه_29/ حوت/1335