ثبات

ناصحه دا د مينې زلزلې مه تخنوه
زما د ارزوګانو قافلې مه تخنوه
بې ميو مې "قسم دى" هر وېښته نېشه دى
ساقي زما په مخ كې سرې پيالې مه تخنوه
بېګا مې كرۍ شپه ناصح ته ډېر ډېر وژړل
ګوګل كې مې دا پټې غلبلې مه تخنوه
په يو ټكر به وران كاندې دا لر و بر جهان
اشنا د تورو زلفو سلسلې مه تخنوه
دفتر د محبت كې كار د عقل و علم څه دى
پاڅېږه افلاطونه ولولې مه تخنوه
كامياب به دې په هر مطلب ثبات كاندي سېلابه!
د هر مشكل په لار كې حوصلې مه تخنوه

ننګرهار، كامه_ 12/ حوت/ 1335