غلبلې
تل مې سترګو نه د وينو فوارې راځي
چې لاهو د محبت په سمندر يمه
تورو سترګو د اشنا ته مې كتلي دي
ځكه جېل د بېلتانه كې ناكرار يمه
تور باڼه مې له ځيګر ځنې وتلي دي
چې په مينه كې د هر چا منت بار يمه
حكيمان مې په تشخيص كې تېروتلي دي
خدايه څو به ددې رنځ ځنې بيمار يمه
غلبلې راباندې ورځ كې دوه او درې راځي
د ژوندون له كاروباره لاس په سر يمه
حكيمجي صاحبه حال ته مې دقت وكه
ساه مې خېژي ګوره وخت د زنكدن شو
خداى لپاره لږه بيړه لږ جراْت وكه
د هجران په لمبو وريت زما بدن شو
شابه كشف مې د حال د حقيقت وكه
ګوندې خدايږو را په غاړه مې كفن شو
درنګ ساعت له په ما وار د غرغرې راځي
تهمتي د مهرويانو په دفتر يمه
مد و جذر مې د ژوند په انتظار كې دى
فرق مې نشته د فرهاد او د مجنون سره
غبرګې سترګې مې لړلې په خونبار كې دي
اخ و ډب مې دى د هجر او بېلتون سره
مرګ او ژوند مې د خوبانو په اختيار كې دى
تش كالبوت يمه د خيال د نندارتون سره
غږ مې غوږ ته د بېلتون د نغارې راځي
كند په غاړه د يار در كې قلندر يمه
د پرېشانو زلفو غم پرېشانه كړى يم
اندېښنو نه مې تړلي مرنډونه دي
خپل پردي نه دې سودا بېګانه كړى يم
چې ليدلي مې د زلفو كمندونه دي
شوخو سترګو په يو رپ دېوانه كړى يم
اميدونه مې لنډ شوي له ژوندونه دي
دم په دم مې خيال ته نوې نندارې راځي
زه سېلاب اوس عاشقې كې ځيګر ور يمه
ننګرهار، كامه، ارباپان_ 18/ سنبله/1335