ناغه
راشه زما د زړه بيان واخله
لږ يې په جان او په قربان واخله
عقله زما غوندې مين شه اول
نوم مې بيا هله د جانان واخله
چې لېونى ترينه په ډډه ګرزي
احوال د دې څيرې ګريوان واخله
كه ستا رضاوي زه رضايم آشنا
راځه زړګی رانه ارزان واخله
ترور او ترده د نظر په اميد
د دې تنكۍ مينې رومان واخله
چې دې همزولي وسپخېږي درته
زما د مينې امتحان واخله
په يو نظر كې دې شهيدنه شومه
ناغه كې سر رانه تاوان واخله
د موږى مينې په تكل سېلابه!
د خيال قدم په كهكشان واخله