ساقي ته
راشه ساقي يو ځلې ډك د ميو جام راكړه
خمار د عشق نېشه جذبه د انتقام راكړه
خدايږو دنيا نه يم مايوس سترګې مې تاته اوړي
نسيمه پرېږده تغافل نوى پيغام راكړه
څو به خوږمن په زړه دردمند او لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوښۍ نوى الهام راكړه
ناصحه ته افلاطوني درسونه ځانته وايه
ماته د خيال په نندارتون كې ګل اندام راكړه
چې حوصلې مې فيصلې د مشكلاتو وكړي
ماته په دغه سلسله كې لوړ مقام راكړه
چې پړاوونه كړاوونه راته يو قدم شي
داسې نظر داسې وزر د عشق په نام راكړه
يا مې زر پورته كړه له خاورو د خودۍ معراج ته
يا مې كړه شمار په لېونو كې نوم سرسام راكړه
په كار مې نه دي سره او سپين ماڼۍ بنګلۍ نه غواړم
لېونۍ مينه د مجنون او د بهرام راكړه
يا مې په برخه كاميابي كړه چې ښادي وګورم
يا خو دې ژوند د ناكامۍ لره انجام راكړه
چې د پتنګ غوندې لوګى شم په طواف د اشنا
خدايه! سېلاب ته زر قدرت ددې احرام راكړه
كابل، باغوان كوڅه_ 9/ عقرب/1335