د سترګو عكاسي
د ستركېو په كمرو كې عكاسي مزه لري
عاشق سره عزمونه اساسي مزه لري
مَېن د خوبرويانو ننواتو كې ګرم نه دى
اشنا ته سلامونه دوه لاسي مزه لري
د وصل په قحطې دې مايوس نه شي عاشقان
قسم دى يارانه كې بې وسي مزه لري
په بل ګل او سنبل كې هغه خوند كله ليده شي
وربل كې چې ګلونه عباسي مزه لري
سېلابه! چې دفتر د محبت كړې څومره چاڼ
ويشتل د غماز تل په فرانسي مزه لري
ننګرهار، كامه_ 22/ سنبله/1335