لپې لپې ملغلرې

بهارونه ستا د حسن له بهار ځار
ګلزارونه دې د مينې له ګلزار ځار
ستا د حسن ملغلره بې بها ده
هزار مينې ستا د مينې په كنار ځار
د زرګونو د كلونو انتظار دې
د يوه نفس وصال له انتظار ځار
لپې لپې ملغلرې مې د اوښكو
ستا د يو نظر كتو نه په بار بار ځار
افلاطونه نصيحت ته ګوډه نشته
سر و مال مې د اشنا له كج رفتار ځار
اى سېلابه! كه دې مينه د پتنګ وي
سر و مال كړه زر د شمعې له رخسار ځار

كابل، د زين العابدين سراى_ 21/ جوزا/1335