د يوې پښتنې مېرمنې سوګند

پښتنې ځمكې ستا په شړه په ميره مې قسم
ستا په سنګينه په رنګينه تاتره مې قسم
ستا د ميرويس، ستا د شېرشاه او احمدشاه په توره
ستا د خوشال او د اېمل په مقبره مې قسم
ستا په دې دنګو دنګو غرونو نېغو څوكو سوګند
ستا د خيبر په كږلېچونو شنه دره مې قسم
چې سپېلني به دې د بل په سرو بدل نه كړمه
سپك به سيالانو كې دا ستا دروزه او نل نه كړمه
ته مې د پلار نيكه نه ماته خزانه پاتې يې
ته د خپلواك ژوند د شرابو پيمانه پاتې يې
دا لوړې ځوړې اوږدې تړې هسكې څوكې راته
د ننګيالو پلرو نيكونو نشانه پاتې يې
په دې سوګند، په دې قسم، په دې باور دى زما
چې پټ ګلزار خو په ظاهره ويرانه پاتې يې
وطنه ستا په لوړو غرو باندې سوګند كومه
چې ستا د دوه سترګو ديدن لره زه ژوند كومه
ستا مقدسه پاكه خاوره كې ذلت نه منم
تا درس راكړى ما منلى، اسارت نه منم
دغه وعده مې ده له تا سره اول او اخر
چې ستا په غېږ كې زه د بل چا حكومت نه منم
په سرارې، په جېل كې شپې، ټول كړاوونه منم
ولې د بل د غلامې طوق لعنت نه منم
دا سپينې شګې به دې پالم چې څو ساه ولرم
خداى دې نه كړي چې بې تا بله سودا ولرم
د ازادۍ په پيمانو دې خداى خړوبه لره
ستا تاريخي عظمت دې رب نه كاندي كم هېڅكله
وطنه ته مې يې ليلا زه دې مجنون يم خدايږو
خداى مې دې نه كړي ستا له غم څخه بې غم هېڅكله
د خپلواكې ځوانې دې تل تر تله ستا وي نصيب
خداى دې پېښ نه كړي درته هېڅ درد و الم هېڅكله
تاته چې وګورم تر سترګو مې خوشال راشي
حواس حساس شي نوى فكر نوى خيال راشي
چې دې تاريخ ته نظر تېز كړم زلزلې ووينم
د ننګياليو، تورياليو قافلې ووينم
چې د شهيد جنډې ته ځير شم ستا په نوم وطنه
پكې رنګينې ستا د مينې سلسلې ووينم
چې ستا د تورې د غيرت تاريخچه ولټوم
د ننګ دنيا كې دې ځانګړې فيصلې ووينم
پښتنې خاورې يا به سر درنه قربان كړمه زه
يا به بيرغ لوړ د خپلواك پښتونستان كړمه زه

1335/ ورى/14_ كابل، نوى ښار