قهرمان د ادب روح ته
سحر بيا نوې شرنګا وه
چې كاروان په بارېدو شه
ناګهانه لر و بر بيا
پاس اسمان په غرېدو شه
دا خبر د نوي ژوند و
چې رېدى په موسكېدو شه
بيا په ارتو پلنو مځكو
كې غاټول په خندېدو شه
بورا بيا د غوټې خوا ته
په طواف او نڅېدو شه
څه عجيبه تماشه ده څه عجيبه منظره ده
له كيفونو او خوندونو تركيب شوې نندار ده
خدايږو لر و بر چې ګورم
بيا تازه هره ميره ده
د رېدي غاټول بېديا كې
جوړه شوې مشوره ده
بيا فرش شوې په سرو ګلو
هغه پلنه تاتره ده
استقبال ته زرغون شوې
كه باغچه كه هديره ده
قهرمان د ادب روح ته
انتظار هره دېره ده
بيا د ژوند ډيوه رڼا شوه د شاعر په نندارتون كې
او جوړ نوى ګونګسى شو د ادب په پوهنتون كې
قافلې د رنګ و بو بيا
را روانې شوې باګرام ته
ميخانې شوې نوې جوړې
ساقي ودرېد احترام ته
پيمانې شولې لبرېزې
هر چا وكاته خپل جام ته
را روان قلندران شوو
بيا د رند صوفي سلام ته
پتنګانو هم نيت كړى
چې ملا وتړي احرام ته
دا د چا د يادو زور دى چې مخموره ميخانه شوه
رباب نوى شاباز نوى جوړه نوې ترانه شوه
خدايږو دا د هغه ياد دى
ملنګې كې چې بادشاه و
د شاهانو له دولته
په نېستې كې بې پر وا و
د ادب د بڼ بهار څه
چې وستا د شعرا و
هم عاشق و هم زاهد و
هم قيصر او هم ګدا و
د ده اخلاص له بركته
په معجز كلام ګويا و
دا چې ورانې ودانې شوې، ودانې شوې ټولې شاړې
اباسين وكړه موجونه او باړه شوه غاړې غاړې
ستا په يادو سالګره ده
چې پټ شاه ظاهر فقير وې
پوهنتون د محبت كې
بند د زلفو په زنځير وې
بې د وصل له دولته
د بل شي كله سوالګير وې
د ريا له عبادته
معرا او پاك ضمير وې
په پښتو ژبه رښتيا چې
شاه جهان او عالمګير وې
ته بابا د پښتنو يې لر و بر دې احترام شته
په ديوان كې دې تر اوسه غليمانو باندې لام شته
سر راپورته كړه له خوابه
بيا راغلې پرېشاني ده
په بچو دې شروع كړې
استبداد حكمراني ده
وركېده د اسلام غواړي
عجيبه مسلماني ده
څومره اوږد خوب يې وړى
ستا سكوت ته حيراني ده
كه مدد نه شوې بابكه
بېړې خدايږو طوفاني ده
1335/ ورى/2_ كابل، عربي دارالعلوم