د خيبر اواز

پروت چې د غليم مخې ته سد د سكندر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

لوى شومه وړوكى خونړو انقلابونو كې
ټول عمر مې تېر شو د غليم سره جنګونو كې
نه كړمه چا محوه په مدهشو طوفانونو كې
نه شو څوك كامياب په ما، په كلكو بمبارونو كې

جوړ چې له ننګونو غيرتونو اوچت غر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوك د خيبر يمه

يو خوا مې مومند دي اتمانخېل دي تركاڼي پراته
بل خوا مې وزير، مسيد دي، خدايږو مېړني پراته
غېږ كې مې شينواري، اپريدي لا پخواني پراته
لر خو يوسفزي زلمي دي، بر هم دراني پراته

خوښ چې د خټكو اڅكزو د زړګي سر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

ډېرې صدې تېرې شوې تېرېږي د ارمان سره
هر بدخواه ستون شوى رانه، خدايږو د خپګان سره
هر غليم مې وړى د افسوس رومان د ځان سره
ډېر مې جنګولى سر د دهر پهلوان سره

تل چې هر غليم ته د غم غشى په ځيګر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

زه د ننګ غيرت نه جوړې شوې قافلې لرم
ورشه تاريخ وګوره رنګينې سلسلې لرم
لمر په شان ښكاره د همت ښې سپينې شغلې لرم
دغه غاړو تړو كې بې شماره زلزلې لرم

ياد په ننګ غيرت چې دې جهان كې لر او بر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

ډېر مې ځغلولي غليمان محمد جان خان په زور
څوك مې پرزولي د اېمل او دريا خان په زور
چاته مې ښودلى خپل عظمت د خوشال خان په زور
څوك مې حيران كړي د غازي فخر افغان په زور

تل چې كامياب كړى غږ د الله اكبر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

ډېرو راته وار په وار اغزي لار كې كرلي دي
چا لا د ګوندې نفاق تخمونه راشندلي دي
چا كه ډېر چالونه د تزوير راغځولي دي
دوى په هر كوهي كې خداى پخپله غورځولي دي

زور د غليمانو ته لښكر د مازديګر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

چا چې په بد نيت سره تش ما پلو كتلي دي
ګاټي يې د سترګو نه په هغه دم وتلي دي
ډېرو قوتونو خپل زورونه ازمويلي دي
ډېرو چپاوونو خپل اسونه تېزولي دي

ليك چې د ازل نه د پښتون قوي سنګر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

هو! زه اول نه د جګړو سره اشنا يمه
مېنه د ميرويس، ژوند د خوشال او احمد شاه يمه
لر او بر جهان ته دا په هر ميدان كې ښايمه
نه شم قبلولى اسارت د ننګ دنيا يمه

زړه چې د روښان عمراخان غازي اكبر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

تل مې په لمن كې كاڼي بوټي انقلاب غواړي
شګې مې د غېږې تل د ننګ غيرت سېلاب غواړي
هره پرښه، تړه مې د ژوند اّزاد شراب غواړي
هر مرغه مې ځانته ترانه او خپل رباب غواړي

ساتي مې پردو نه د پښتون د زړه نظر يمه
خدايږو هغه مورګه هغه څوكه د خيبر يمه

1335/ ورى/12_ كابل، باغبانان كوڅه، عربي دارالعلوم