بې پروا كمپنۍ

غوږو چې واورېده نرۍ نرۍ خندا غوندې
د ترارۍ زړه كې له ټكه شوه سودا غوندې
حواس حساس شو د خيالونو جوپه وترهېده
خدايږو دا غږ راته ښكاره شو د اشنا غوندې
كه ياقوتي شوندې دې ډكې پيمانې لړزوي
ملالو سترګو خو دې هم وكړه بلا غوندې
د بهارونو نوبهار مې ايله اوس وليدو
چې يو نظر يې مخ راستون كړو د برېښنا غوندې
چې دې بلد په سپورو ستغو كړم قسم دى زما
چې ناروا دې قبلوم اوس د روا غوندې
نور حكيمان پكې ناكام شو راشه خپل حبيبه!
په غړېدلو سترګو ګرځم نابينا غوندې
له خوبرويانو نه اميد د وفا هېڅ مه كوئ
دا كمپنۍ ده له ازله بې پروا غوندې
زه د تقدير په اميد ته راته تهديد برېښوې
زاهده! پام ګورې ښكاره دې شوه ريا غوندې
سېلابه! څومره چې دا غلى، غلى، غلى ګرځې
خو بيا هم ښكاري راته ستا مينه رسوا غوندې

ننګرهار، جلال كوټ_ 10/ ورى/1335