د تاريخ له هرې كرښې

د تاريخ له هرې كرښې
دا خبره راښكاره ده
كاڼي بوټي يې گواه دي
كه خيبر كه تاتره ده
د پښتون د قوي عزم
لره بره نغاره ده
د زرگونو يرغلونو
تاريخچه له ما سره ده
حاجت نه لري تشريح ته
دا واضحه ننداره ده
په دې دنگو لوړو څوكو د خيبر كې مدام شور دى
هر بدخواه يې غاښ وتلى هر غليم دلته نسكور دى
سل پېړې شوې تېرې بېرې
چې دې تړو كې غوغا ده
دغه خاوره گټه پرښه
تل غليم ته كربلا ده
د حيات پايه يې خدايږو
په غيرت باندې بنا ده
بې پتي قبلوى نه شي
دا د ننك ناموس دنيا ده
له لكونو عظمتونو
په نېستۍ كې بې پروا ده
دا د ننگ ناموس وطن دى دا د ننگ غيرت جهان دى
هر غليم يې له هيبته له دهشته په لړزان دى
ډېرو خلكو پرې وس كړى
خو يو هم پرې كامياب نه شو
ددې خوارو خان هېڅكله
چاته لا س لاس ركاب نه شو
دا عجب شانتې گرداب دى
چې په هېڅ شان پاياب نه شو
تاريخي نوم يې گټلى
هېڅ تكليف كې بېتاب نه شو
ټول جهان ته دا اعلان دى اسارت منلى نه شي
دا د ټول پښتون پيمان دى چې ذلت منلى نه شي
دا اعلان د هر پښتون دى
هر بدخواه دې خبردار شي
كه تكليف د جهان واړه
د پښتون په اوږو بار شي
نر و ښځې لوى واړه هم
په جېلونو كې ايسار شي
د ظلمونو زحمتونو
زندانو سره يې كار شي
لا به لار د ازادۍ كې
هر زلمي ته افتخار شي
همېشه له ازادۍ نه قربان شوى هر پښتون دى
دا ددغه قام خاصه ده دا ددغه قام قانون دى
لر و بر په دې خبر دي
څوك پښتون غولوى نه شي
تاريخي رواج قانون څوك
د هېچا بدلوى نه شي
چې پردو ته به سلام كړي
پښتون دا قبلوى نه شي
خپله خاوره كې هېڅكله
د بل حكم زغمى نه شي
دا مقصد مطلب پرې هېڅوك
په هېڅ ډول كوى نه شي
پښتنو په څو څو وارې نشر كړى دا اعلان دى
ازادۍ زمونږه ساه ده، زموږ ژوند پښتونستان دى

كابل_ 27/ حوت/1334