د غيرت په نوم
پورته شه پښتونه لږ سنجش وكړه د ځان سره
هله ګړندى شه ځان كړه وصل د كاروان سره
لږ خو لر و بر جهان ته هم يو څه نظر وكه
بيا راشه تپوس دې ددې خپل مظلوم ټبر وكه
مخ كې له راتلو څخه علاج څه د خطر وكه
غږ په شېرشاه بيا همايون پسې لښكر وكه
اى لاليه ويښ شه د قوي عزم و ايمان سره
هله ګړندى شه ځان كړه وصل د كاروان سره
اى په ننګ مَېنه ځان سينګار په ازادۍ كړه
پس له هغې ته هيله ارزو د ابادۍ كړه
زر شه د تاريخ زړه دوره دې را ژوندۍ كړه
ځانته زر اباده د وحدت ښكلې كيږدۍ كړه
نن كه بيدار نه شوې بيا به ژوند كړې د ارمان سره
هله ګړندى شه ځان كړه وصل د كاروان سره
پاڅه لر و بر پښتانه غونډكړه د وحدت په نوم
جوړه كړه وروري عزيزولي د قوميت په نوم
وشلوه زنځير د خاينانو د جرئت په نوم
بيا وتړه ملا پلرو نيكونو د غيرت په نوم
پاڅه اى غافله ګوندې مخ شوې د طوفان سره
هله ګړندى شه ځان كړه وصل د كاروان سره
ګوره لر و بر لوى او واړه ملل ازاد شو
بلكې ازادۍ او خپلواكۍ په ميو ښاد شو
خلاص له جنجالونو د پردو له انقياد شو
خان او خوار يې وصل تر مقصد او تر مراد شو
تاته هم ضرور ده څه سيالي ددې جهان سره
هله ګړندى شه ځان كړه وصل د كاروان سره
پاڅه له غفلته د وحدت ماڼۍ ودانه كړه
زر د غدارانو ظالمانو نقشه ورانه كړه
لرې تروږمې د استعمار خپلې دنيا نه كړه
لرې لاس او واك د پردو ته له خپل جهانه كړه
خوند كړي پښتونواله مستقل پښتونستان سره
هله ګړندى شه ځان كړه وصل د كاروان سره
1334/12/24_ كابل