اى ننګيالو پښتنو

اى لرو برو ننګيالو پښتنو
ستاسو په مخ كې دا عرضونه لرم
ستا ددې ننني حال په نسبت
لكه غاټول په زړه داغونه لرم
قسم دى حال ته مو چې ګورمه زه
زړه كې دردونه غرونه غرونه لرم
پښتنو ستاسو بڼ بهار نه لري
كه مو دا توره شپه سهار نه لري
زلمو همت مو د غفلت په غېږ كې
نور دى تنګ شوى خفه كېږي ګورى
د پلار نيكه شان و شوكت مو ورونو
نو رد ذلت لاندې ژړېږي ګورى
د اّزادې ليلا په اور د فراق
نوره سوځېږي او كړېږي ګورى
د انتظار سترګې څلور شوې درته
جوړې خبرې د پېغور شوې درته
اى د خيبر د زړګي سر پښتنو
لږ خو له ځانه شئ خبر پښتنو
د خوشال خان او اېمل خان پرګنې
د احمدشاه ميرويس ټبر پښتنو
د پښتني برم عظمت په يادو
بيا لاس كې ونيسئ خنجر پښتنو
زر شئ له سره نوى ژوند ونيسئ
له سره تېر عمل په خوند ونيسئ
د خيبر غاړې تړې لوړې څوكې
دا اوږدې شپې د انتظار تېروي
د تاترې هر كاڼى بوټى خدايږو
د اميد بڼ كې تنګ روزګار تېروي
د بابا سپين ډكي د سپينې ږيرې
د مستقبل په خيال ژوند خوار تېروي
زر شئ راټول نوي پيغام لپاره
د يو ازاد ژوند د اعلان لپاره

كابل_ 16/ كب/1334