دمينې په زانګو كې ټالۍ
په دنيا دي ډېر تېر شوي عاشقان
رښتياني ووعاشقۍ كې صادقان
هر يو دى تر خپل مرامه رسېدلى
ځكه اور باندې ځان سيځي پتنګان
شهزاده سيف الملوك بدرۍ جماله
د يوسف او زلېخا حال دى عيان
چې مجنون يې لېونى ملنګ كړو خلكه
د ليلا وې تورې سترګې تور زلفان
شهزاده بهرام ګوره سودايي كړ
سپين مړوند د ګل اندامې سورپېزوان
كه قصه چا د ممتاز وي اورېدلي
بې نظيرې پسې تل وو په ګرېان
عاشقي وه د فرهاد او د شيرينې
په درخو باندې مين وو ادم خان
محبوبا چې جلاتي پسې سپره شوه
خوشالي پرې وكړه ستورو د آسمان
شهزادګۍ ګنبد شام ته نظر وكړه
تر قيامت يې لاس په نام دى هغه ځوان
فتح خان او درابيا قصه وګوره
شه خبر له ګلمكۍ او موسى خان
مومن خان دشيرينۍ ورونو وژلي
چې ښكاره وو لكه لمر په دې جهان
تور دلى دشهۍ ګلې شيرين ياروو
صنوبر په زړه كې تل وه ګل ارمان
را په زړه كړه خاديخان او بيبو دواړه
چې مابى وه معشوقه د ظريف خان
كه د دوه سترګو ديدن د اشنا غواړې
صدقه كړه پسې مال اولاد او ځان
چې محروم د يار له وصله همېشه دى
له ډېر غمه عاشقان شو شاعران
چې د مينې په زانګو كې ټالۍ خورمه
يم "سېلاب" ځاى مې كامه كې ارباپان