په غلا كتل

تا چې مې خوا ته په خندا وكتل
ما مې ژوندون ته په سودا وكتل
حرم د زړه مې لاله زار كړو مينې
يار چې يو پړك لكه برېښنا وكتل
اوس اشنايي كې سودايي ګرځمه
چې نا اشنا راته اشنا وكتل
اوس زړه داغلى غلى غلى ګرځم
چې يار موسكي راته په غلا وكتل
صبر و سكوت شو طوفاني راڅخه
ځكه مې تاته وارخطا وكتل
د محبت په قانون پړ شوې راته
سېلابه! ولې دې رسوا وكتل

لغمان_ 14/ حوت/ 1334