ملي اهنګ

زركو سره كړه پښې لاسونه
ماليار وكرل ګلونه

د بهار په زېړو ګلو
د سبا شبنم ورېږي
سرودونه د بلبلو
په ګلزار كې بيا غږيږي
اوبو جوړ كړه ابشارونه

خدايږو بيا ګينګړى شرنګېږي
ياره ځه كاروان روان شو
قافله ځي روانېږي
نر هغه دى چې څاروان شو
ګړندي واخله ګامونه

د غفلت پردې كړه څيرې
پاڅه پاڅه وخت د كار شو
د لټې بړستن كړه لرې
وخت د تورې د سينګار شو
ځانته جوړ كړه ګلزارونه

د نفاق په رنځ رنځوره
د وحدت بهار وبوله
تورو زلفو نه مجبوره
د وصال سهار وبوله
د سېلاب واوره عرضونه

ننګرهار، كامه، ارباپان_ 16/ دلو/1334