لږ ګړندى شه چې كاروان ونيسو
لاليه پاڅه چې وحدت وكوو
راځه چې غم د قوميت وكوو
پاڅه وروري عزيزولي جوړه كړو
زر شه چې غږ د مليت وكوو
د پلار نيكه په دې ازاده ځمكه
راځه چې مونږه خپل حكومت وكوو
چې شهيدانو كړل سرونه ترې ځار
په پښتني خاوره غيرت وكوو
يو څه پوښتنه څه تپوس خو يو ځل
د پښتنو د تېر شوكت وكوو
زر شه چې خپل ملي تړون جوړ كړو
د پښتونوالې تېر ژوندون جوړ كړو
راځه چې لاره د خيبر ونيسو
د پښتني عظمت خبر ونيسو
چې پښتني پت او ناموس وساتو
پاڅه چې زر هغه سنګر ونيسو
راځه چې ماته كړو تڼاكه د زړه
د دښمن مخ ته ټټر سپر ونيسو
هله اوچت شه د پښتون بچيه
ځه چې وحدت ملي رهبر ونيسو
چې باباګان ګور كې خوشحاله شي پرې
يو ځلې بيا لاس كې خنجر ونيسو
راځه چې بيا په ډاګ اعلان وكړو
غږ د خپلواك پښتونستان وكړو
څو به اخته د اندېښنو سره يو
څو به دوچار د كشالو سره يو
څو به د جېل تورو تيارو كې اشنا
لاس او ګرېوان د زولنو سره يو
پاڅه وړې وړې سلګې بس كړه
څو به مشغول د افسانو سره يو
مونږ مرور به نو تر څو لاليه
د خپلو خپلو لېونو سره يو
هله راپاڅه خپل تاريخ ياد كړه
مونږ مسمى په پښتنو سره يو
اشنا راځه چې انتظار وشلوو
توره پرده د استعمار وشلوو
ځه چې قدم د خوشال خان ونيسو
لږ ګړندى شه چې كاروان ونيسو
اى ننګياليه توريالى پښتونه
راځه چې لاره د بولان ونيسو
بيرغ راجګ كړه شهيدانو په نوم
چې سالګره يې په ښه شان ونيسو
په لر و بر پښتانه وكړه اواز
راځئ رسۍ د يو پيمان ونيسو
سېلابه! پاڅه چې خپل شان جوړ كړو
1334/ لړم/1_ كابل، عربي دارالعلوم