څاروانه ويښ شه
څاروانه ويښ شه سپېدې وچاودېدې
هله كړه خېز ناوخته كېږي ګورى
قافله لاړه ايسارېږي كله
لاليه وخت درنه تېرېږي ګورى
زر شه چټك راسنبالېږه اشنا
لاړو كاروان نه ايسارېږي ګورى
لار د كاروان په لنډېدو ښكاري
ستا قافله په ځنډېدو ښكاري
لږ وړاندې وروسته ځانته پام وكوه
څه خو تپوس د ننګ و نام وكوه
د تېر تاريخ شان و شوكت دې كړه ياد
بيا دې نظر په حال د قام وكوه
نور محوه كېږې او وركېږې ګورى
غم د غليم د جال او دام وكوه
ستا وركېدو ته جادوګر راغلى
او غولېدو ته دې سحرګر راغلى
ښه ملتفت شه سترګې وغړوه
د استعمار زنځير ته ځير شه اشنا
پام كړه ډېر پام چې بل غلط دې نه كه
راتلونكي ژوند ته په تدبير شه اشنا
د غدارانو لاس ترې لنډ كړه ياره
پخپله خپل ملك كې امير شه اشنا
زر شه يو والى او وحدت وكوه
د پلار نيكه په نوم غيرت وكوه
مشران دې سختې جېلخانې تېروي
هله راپاڅه لر و بر پښتونه
په پښتني خاوره بيا راغله مغول
زر شه محكم كه خپل سنګر پښتونه
خبره بيا د مرګ او ژوند راغلې
موټى دې ټينګ كړه د خنجر پښتونه
بيا شور و زوږله تاترې راځي
د شهيد غږ له هديرې راځي
غداران بيا ستا غولېدو لپاره
نوې صحنې نوې نغمې جوړوي
ستا وركېدو محوه كېدو لپاره
بيا رنګارنګ نوې پلمې جوړوي
دا ستا نيولو ته په دام و تزوير
نوې نقشې نوې پردې جوړوي
ګورئ خبر شه اى باتور پښتونه
غم د ځان زر وكړه ضرور پښتونه
لوى او واړه ملل اّزاد شو واړه
ته لا په خپو كې زولنې ګرځوې
جهان شو مست د اّزادې په ميو
ته لا غمجنې پيمانې ګرځوې
پاڅه نور پاڅه انتظار وشلوه
څو به پېغور د زمانې ګرځوې
پاڅه د نوي ژوند قانون جوړ كړه
يو اسلامي ملي ژوندون جوړ كړه
كابل_ 30/ لړم/1334