همېش گل همېش ته

د زړگي سره اى پښتون زلميه
د وطن مينه كې مجنون زلميه
د قام په غم كې ځيگرخون زلميه
د ازادۍ پسې مفتون زلميه
د استعمار په جال اسير پښتونه
د قام په غم كې په زنځير پښتونه
رښتيا تا پل د باچا خان نيولى
غوږكې دې درس د خوشال خان نيولى
تا هر تكليف لره خپل ځان نيولى
زړه كې دې تل ملي ارمان نيولى
سر دې داو كړى د خپل قام لپاره
د خوږ وطن د ننگ و نام لپاره
اى ننگياليه با همت لاليه
د ننگ ټوټې د پښتون پت لاليه
له تا قربان شم با غيرت لاليه
د پښتني جهان زينت لاليه
ته په پښتو او پښتون سر وركوې
تورو جېلو ته سينه سپر وركوې
په ازادۍ پسې زنځير قبلوې
قومي پت غواړې ځان اسير قبلوې
دار د قام ژوند ته په تدبير قبلوې
تورو تمبو كې ځان زهير قبلوې
خو خپل وطن او قام ازاد غواړې
د يونټ شوم پلان ناښاد غواړې
زړگيه ژوند دې زولنې ژړوي
هره پرده دې زمانې ژړوي
استقامت دې جېلخانې ژړوي
خدايږو ثبات دې غمخانې ژړوي
رښتيا چې ته په قام مَېن يې اشنا
ځكه پرې تېر له مال او تن يې اشنا
همېشه! تانه شم قربان همېشه
د قام په غم كې سرگردان همېشه!
د جېل تمبو ته ناست حيران همېشه!
اى ننگياليه! د قام شان همېشه!
زمونږ به هېر دا ستا ژوندون كله شي؟
رنگ به بدل ددې گردون كله شي؟
له استعمار سره دوچار همېشه!
د جېل تيارو كې ناكرار همېشه!
اى د پښتون د بڼ بهار همېشه!
له تا قربان شم له تا ځار همېشه!
له ننگ غيرت څخه دې ډكه ځواني
په جېل كې سوځي ستا بشره نوراني
تا د پښتون په ازادۍ پسې تل
د قام اولس په ابادۍ پسې تل
د ورور عزيز په خوشحالۍ پسې تل
خاورې وطن په خپلواكۍ پسې تل
د استعمار سره پنجې وهلې
جېل او زندان كې دې لانجې منلې
خو گرانه تا چې سر په دار منلى
د قام لپاره دې انگار منلى
دا تكړو دې شرنگهار منلى
زحمت تكليف دې وار په وار منلى
اميد دى زر به دې دوران راشي
دا ستا تپوس ته به زلميان راشي
نو اى لر و برو پښتنو زلمو!
وزير مسيدو اڅكزو زلمو!
صافو مومندو اپريدو زلمو!
محكوم ازادو ننگيالو زلمو!
پاڅئ تپوس د همېش گل وكوئ
يرغل په دې ثاني مغول وكوئ
هلئ راټول شئ يو تړون باندې
په پښتني شان و قانون باندې
وكړئ غيرت حال د پښتون باندې
د همېش گل د جېل ژوندون باندې
زلميانو زر شئ خپل نشان جوړ كړئ
و ايي سېلاب پښتونستان جوړ كړئ

كابل، عربي دارالعلوم، شاهي واټ_28/ عقرب/1334