ولولې

ويښ او بيدار شئ ولولې راولئ!
په غليمانو زلزلې راولئ!
د پخواني برم و عظمت په يادو
په استعمار هم غلبلې راولئ!
چې اورنګانو ترې امان غوښتى و
پښتنو هغه ګردلې راولئ!
يو ځلې بيا د پلار نيكه په شانتې
په دې ليار تللې قافلې راولئ!
چې غليمان وو سر نګون تاسو ته
هغه دورې او سلسلې راولئ!
هلئ راغونډ شئ خپل نشان جوړ كړئ!
وايي سېلاب پښتونستان جوړ كړئ!

كابل_ 16/ عقرب/1334