د خيبر او تاترې زوږ

پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغى
په دسايسو نيرنگونو او په چل راغى
راځئ راټول شئ لر و برو په يو غږ باندې
د يونټ نوم نوى اواز مې شو په غوږ باندې
د تاترې هر كاڼى بوټى شو په زوږ باندې
زلزل مې گډشو د وجود په هر يو رگ باندې
تاتره وايي خدايا وخت بيا د اېمل راغى
پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغلى
د خيبر گټه خټه بيا شور و فرياد كوي
گرويك، توبه، باغ او تيرا د خوشال ياد كوي
د بولان كاڼي بوټي تل اواز اّزاد كوي
هم ملكنډ او ايله ځى غږ د جهاد كوي
نارې سورې دي لر و برې بيا څه چل راغى
پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغى
بيا د شهيدو شور زگېروى له هديرو راځي
زلمي ټولېږي بيا لښكر له لوړو غرو راځي
وزيرستان نه بيا اواز د نغارو راځي
ملكې بيا د مجاهد په نندارو راځي
پښتونستان كې د يونټ په نوم غوبل راغى
پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغى
محكوم ازاد پښتانه بيا په غونډېدو ښكاري
سره بيرغونه سرې جنډې په رپېدو ښكاري
وينې په جوش دي زلمي بيا په مستېدو ښكاري
د استعمار توره پرده په ټولېدو ښكاري
د غليمانو په هډونو بيا زلزل راغى
پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغى
كه خداى(ج) كوي بيا د پښتون زلمي نارې اورم
بيا لر و برې د جرگو نارې سورې اورم
زلمي ټولېږي په هر لوري نغارې اورم
د خوشحالۍ غإ له خيبر او تاترې اورم
پښتون زلمى، توريالى بيا په ښه تكل راغى
پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغى
زلمي ټولېږي او ډگر د امتحان ته ځي
د پلار نيكه د ننگ غيرت په نوم ميدان ته ځي
سېلابه! پاڅه ننگيالي ملي ارمان ته ځي
ازادۍ غواړي كه پرې ټول جېل او زندان ته ځي
پښتونستان په غليمانو بيا كلكل راغى
پښتنو پاڅئ په وطن مو بيا يرغل راغى

كابل_ 10/ عقرب/1334