مظلوم پښتون ته

لاليه مه كوه گيلې غم او خفگان بس كه
بس دى كرار شه نور زياتي هاى او سوران بس كه
پرېږده سلگې وړې وړې شور او فغان بس كه
دا اوسېلي ساړه ساړه او يكامان بس كه
كه خداى(ج) كول زر به په تا تېر دوران راشي
بيا به دې دور د پلرو نيكو په شان راشي
دا به دې ياد وي په ژړا پسې خندا راځي
په هر مبطل پسې محق په شپه رڼا راځي
همېش فرعون مقابلې لره موسى راځي
دا لوى قانون دى چې په بل يې كړې په تا راځي
مشهور متل دى پردى كټ د نيمو شپو وي كنه
څومره چې لوړ شي څوك خو بيام1) په پرېوتو وي كنه
كه ظالم هر څومره ظلمونه كوششونه وكړي
په مونږه هر رنگه نادودې بمبارونه وكړي
د خپل استاد سره زر قسمه تدبيرونه وكړي
پېښې څېرې او نخرې ډېرې ډېر چلونه وكړي
خو بيام1) كه خداى كوي هر گز كاميابېدلى نه شي
د استعمار نقشه په مونږ تطبيقولى نه شي
دلته قسم دى خونړي ډېر گړنگونه شته دي
دې غاړو تړو كې لا اوس هم ډېر زوږونه شته دي
د پښتنو د كارنامو لوړ تاريخونه شته دي
د ننگيالو د توريالو دلته قومونه شته دي
دا لوړې څوكې دنگ دنگ غرونه اسارت نه مني
غير له پښتون څخه د بل چا حكومت نه مني
ددې خيبر په دنگو څوكو لوړو غرو مې قسم
ددې بولان، وزيرستان په سردرو مې قسم
د تاترې په كاڼي بوټي په ميرو مې قسم
د اباسين په لوړو لوړو غورځنگو مې قسم
مظلومه ستا په خپلواكۍ پسې به دار خوښ كړم
ستا ازادۍ له به خليل غوندې انگار خوښ كړم
لاليه زر دى دغه سختې ورځې شپې تېرې شي
د غدارانو غداري دا قافلې تېرې شي
د ظالمانو ظلم زور تورې تيارې تېرې شي
د خوار يتيم شور و زگېروي دا سلسلې تېرې شي
خزان وهلي بڼ گلزار باندې بهار راشي
ستا تېر كاروان د عظمت بيا په دغه لار راشي
اميد دى گرانه ستا تپوس ته به پښتون راشي
د ازادۍ د ليلا خوا ته به مجنون راشي
ستا په وطن به سر دوبار نوى ژوندون راشي
د غليمانو شپه به بيا په مېږتون راشي
سېلابه! كډه د دښمن په بارېدو ښكاري
له خيره اوس پښتونستان په جوړېدو ښكاري

كابل_ 9/ عقرب/1334