پښتون زلمي ته د پښتنې پېغلې پيغام

پاڅه بيدار شه اى پښتونه تربگنۍ پرېده
جگړې لانجې ورانې ويجاړې كورنۍ پرېده
گوندۍ بدۍ پرېده لاليه ځانځانۍ پرېده
هله شخړې گډې وډې نننۍ پرېده
زر شه وحدت وكړه پښتونه استعمار راغى
محوه كېدو او هضمېدو ته دې ښامار راغى
اى لر و برو ننگاليو پښتنو زلمو
صافو، مومندو، سالارزو او يوسفزو زلمو
وزير، مسيدو، بلوڅانو، اڅكزو زلمو
اى اتمانخېلو، شينواريو، اپريدو زلمو
هلئ راټول شئ په گلزار مو لوى خزان راغى
يونټ مو كور ته وركېدو ته لوى طوفان راغى
غليمان غواړي چې كړي ورك له دنيا نوم ستاسې
محوه كړي عظمت، همت معلوم ستاسې
ستاسو نه ورك كړي عنعنات خواص رسوم ستاسې
نوم او نشان څه چې ټول قام كاندي معدوم ستاسې
د پكو سپكو په چل ول مو غولول غواړي
د تزوير دام كې ول په ول مو بندول غواړي
لگيا د ىوار په وار نقشې د استعمار جوړوي
ستا وركېدو ته رنگارنگ پلمې ټگمار جوړوي
د پردې شاته ستا لپاره اور انگار جوړوي
پردې صحنې، ډرامې نوې وار په وار جوړوي
لاليه پاڅه وړاندې وروسته خو څه پام دى پكار
څه خو تپوس د ورور عزيز د ننگ و نام دى پكار
لږ فكر وكه ستا زوړ دبدب هيبت څه شو
برم دې څه شو؟ ستا صفت ننگ و غيرت څه شو؟
چې په يو غږ به غونږېدې هغه وحدت څه شو؟
چې كړو تاريخ پرې افتخار نن دې همت څه شو؟
راځه چې بيا خو څه پوښتنه د خيبر وكړو
بيا په ميدان چيغه د الله اكبر وكړو
پاڅه چې بيا د پلار نيكه پل او قدم ونيسو
مقابلې ته د غليم ور د جيلم ونيسو
راځه چې وكړو اتحاد وحدت محكم ونيسو
بحر عرب نه تر كشميره خپل حرم ونيسو
د خپل وطن څخه د بل لاس او تزوير وشلوو
د استعمار تدبير كړو وران دغه زنځير وشلوو
تېره دوره د خوشال خان او اېمل خان راولو
برم و عظمت بيا د غازي محمد جان خان راولو
اّ تېر دوران د ميا روښان، عمرا خان راولو
د تورې شرنگ د اكبر خان او محصل خان راولو
د پلار نيكه په يادگار ځان ته گلستان جوړ كړو
سېلابه! ځانته خپل خپلواك پښتونستان جوړ كړو

كابل، نوى ښار_5/ عقرب/1334