زه د غازي لور يم

درس د ازادې د تورو غرو په خوا كې وايمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

لور د پښتانه يم پښتنې پې مې رودلې دي
بل د ننګ درسونه مور زانګو كې راښودلي دي
كله چې غليم زمونږ په لوري بد كتلي دي
بېرته په ولاړو پښو كله مونږ نه تللي دي

ډېرو سختو ترړو او جګړو سره اشنا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

هغه پښتنه يم چې منګى په سر سنګر ته ځم
ښه كلكه جګړه كې د غازيانو حال خبر ته ځم
ښه خرپا ترپا كې زه تبليغ كوم منبر له ځم
زه د غازي لور يم كه شهيده شم كوثر ته ځم

مسته په دې مينه توپ ټوپك نه بې پروا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

پېغله پښتنه يم پښتونواله ده سينګار زما
ډكې له غيرته تورې زلفې دي تار تار زما
عطر، لب سېرين ډول فېشن نه دى پكار زما
دا ساده جامې اّزاد ژوندون دى افتخار زما

سينګار په اّزادې او په حيا باندې زېبا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

اى وطنه ستا له كاڼي بوټي نه جارېږمه
ستا له ګټې خټې د پتنګ په شان چورلېږمه
ستا په شنو درو غرونو رغو كې چې ګرځېږمه
خدايږو ستا له خاورې، ګل، اغزي نه قربانېږمه

ستا د مينې زور دى چې خوشحاله په صحرا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

ستا شاړې ميرې زما په سترګو شنه باغونه دي
ستا دا زېړ اغزي زما نظر كې زېړ ګلونه دي
ستا سره كاڼي بوټي زما خيال كې سره لالونه دي
ستا د غرونو څوكې ماته پاتې يادګارونه دي

ستا له كاڼي بوټي ګټې خټې نه فدا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

دا چې لوړو غرو كې ژوند كومه لوړ همت لرم
ژوند د پښتنوالې خپلواكۍ سره الفت لرم
كسب بزګري ژوندون خپلواكى حريت لرم
تل چې كړم تبليغ وخت د غزا كې بلاغت لرم

ژوند د خپلواكۍ او ازادۍ باندې شيدا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

پلار مې ننګيالۍ دى، ننګيالې مور زېږولې يم
تل يې د غيرت او ننګ زانګو كې زنګولې يم
پاكې پښتونخوا چې تل په غېږ كې لوبولى يم
خوند د خپلواكۍ باندې لا وخته پوهولى يم

تل چې د ازاد پښتونستان په تمنا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

پلار نيكه مې تل له پښتونخوا سر قربان كړى دى
رود يې په ډګر كې د سرو وينو روان كړى دى
خدايږو خپل تاريخ يې څو څو وارې روښان كړى دى
خپل ننګ او غيرت او شجاعت يې عيان كړى دى

پاتې د ننګ نښه له ميرويس او احمدشاه يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

ايښي مې خالونه د شهيد اشنا له وينو دي
تورې سترګې نښې د زينت د ماه جبينو دي
ما چې كنډولي څكلي ددې وطن له مينو دي
بيا مې نو وينځلي لاس له نورو سرو او سپينو دي

سر پورې دې ناسته اى شهيده په سودا يمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

ګرانې پښتونخوا ګرځمه ستا په ابادۍ پسې
شاړې لټوم د پښتنو خوږې كيږدۍ پسې
سترګې مې كږې د پښتنو د ازادۍ پسې
ډېرې ارزوګانې مې دې زړه كې دي ښادې پسې

ستا شاړې ميرې به د سېلاب په قلم ستايمه
لور د پښتانه يم پښتنې مور نه پيدا يمه

1334/ تله/30_ كابل، شاهي واټ