خوف ورجا

چې په مينه كې بيمار دى هغه زه يم
 چې ستي په سور انګار دي هغه زه يم
 
 چې ځنځير د محبت په غاړه ګرځي
 او د هر چا منتبار دى هغه زه يم
 
 چې د هجر جېلخانه كې په ژړا دى
 او ريبار ته انتظار دى هغه زه يم
 
 په اميد چې د وصال تسل د ځان كړي
 او په عشق كې نا كرار دى هغه زه يم
 
 چې عالم يې په هر دم ملامت بولي
 او د غم پېټى پرې بار دى هغه زه يم
 
 بند په جال او ملال ژوند چې يې نصيب دى
 تل چې خواردى تل چې خواردى هغه زه يم
 
 يار او دوست اشنا ملګری خو لاپرېږده
 خپل پردى چې ترې بېزاردى هغه زه يم
 
 خيال ديار د تورو سترګو چې رنځوركړ
 چې نه خوب كړي نه بيدار دى هغه زه يم
 
 د اشنا په تش تپوس باندې عالمه
 چې بې ميومست خمار دى هغه زه يم
 
 د وصال او د هجران خوف ورجا كې
 چې خزان دى هم بهار دى هغه زه يم
 
 اى"سېلابه" چې د وصل باغ وراغ كې
 بې زېوره جوړ سينګار دى هغه زه يم