د خيال مرغه

بيا مې د خيال مرغه ټوپونه وهي
وايي ورځمه تاتره ګورمه
چې د اېمل روح يې سلام ته راځي
هغه حجره هغه دېره ګورمه
چې به دښمن ګډ په توبو و پكې
زړه شوې ننداره ګورمه
چې يې د قام په ناموس ځان وژلى
د شهيدانو هديره ګورمه
چې دښمنان يې رغړولي پكې
هغه رنګينه منظره ګورمه
يو ځلې بيا زړې دېرې لټوم
د پښتنو شاړې ميرې لټوم
بيا ځم خيبر ته دريا خان كره
د زاړه برم او عظمت په تپوس
د اپريدو ورونو حجرې لټوم
د پخواني شان و شوكت په تپوس
وزير، مسيدو اڅكزو ته ورځم
د پښتني ننګ او غيرت په تپوس
بيا تر چترال او اباسينه ځمه
د پروني ملي وحدت په تپوس
په لره بره پښتونخوا ګرځمه
د ورورولې او قوميت په تپوس
ا د پښتون ا زوړ رومان لټوم
هغه زوړ برم تېر دوران لټوم
د حال په ژبه به نارې وكړمه
په لرو برو پښتنو باندې
ورونو څه ننګ او څه غيرت وكوئ
اى اوسنو په پخوانو باندې
ملي ناموس ته مو خطر دى ګورئ
پام وكړئ پام په پرونو باندې
پاڅئ يو ځلې خو همت دى پكار
په نوم د تېرو زمانو باندې
د چا سرو زرو ته ترجيح ور نه كړئ
هر ګز پخپلو سپېلنو باندې

1334/ تله/25_ كابل، عربي دارالعلوم