د هجران كربلا

بې د وصل له دوا به نه شم روغ
د فراق له واوېلا به نه شم روغ
د حكيم له نظريې رامعلومېږي
بې له لطفه د ليلا به نه شم روغ
د اور سوى تل په اور باندې رغېږي
غير د شمعې له خندا به نه شم روغ
رامعلومه ستا له سپينې مينې دا شوه
چې د وصل تر سبا به نه شم روغ
كه ته لطف و كرم ونه كړې نګاره
د بېلتون له استيلا به نه شم روغ
كور و كلي په ما دا شاهدي ويلې
چې بغير ستا له وفا به نه شم روغ
څو مې يو نه سې د وصل ګلستان ته
د هجران په كربلا به نه شم روغ
خمارو سترګو دې هسې چارې وكړې
چې بې تا په هېڅ دنيا به نه شم روغ
زه خوړلى د يار زلفو منګرو يم
اى سېلابه! بې اشنا به نه شم روغ
كابل، عربي دارالعلوم_

16/ ميزان/ 1334